لغمان کې د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
_________

د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست د غبرګولي په ۲مه داليشنګ، دولت شاه او لينګار ولسواليو بېځايه شوو کورنيو ته دمرستو دوېش څرنګوالي دهمغږۍ ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د مرستندويه ادارو استازو هم ګډون درلود.

په ناسته کې د استازو د پرېکړ پر اساس تمه ده چې د بېځايه شوو کورنيو سرې پيل او وروسته له سروې ورسره بشري مرستې ترسره شي.