خوست کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د خوست ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۰۸۸ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د شمالي او جنوبي وزيرستان څخه رابېځايه شوې وې او د ګربز ولسوالۍ ګلان کډوالو په کمپ کې ځای پرځای شوې وې دغبرګولي په ۱ نېټه هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۹ کيلو غوړي، ۱۷ کيلودالنخود، دوه کيلو مالګه، ماشومانو ته دوه کيلو کاکو او شېدو لرونکو اوحامله ميندو ته ۵ کيلو د سرپرل سريال اوړه ووېشل شول.