سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د سرپل ولايت کډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۹۴ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د يوشمېر سيمو او ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غويي په ۲۷ مه هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۳ کيلو پلمپي،۹ کيلو غوړي، ۱۲ کيلو دالنخود، د شيدو لرونکو ميندو لپاره ۱۷ کيلو مقوي مواد او يوه کيلو ماګله مرسته ووېشل شوه.