کډوالو وزارت داخلي بېځايه شوو ته د ښه لاسرسي په موخه همکارو ادارو سره ۱۵۰ ميليونو افغانيو نه پورته هوکړه ليک لاسليک کړ

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۲:۵۵
ـــــــــــ

د اوو پروژو لپاره د همکاريو هوکړه ليک چې هېواد کې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره په ګوته شوی و او ټول ارزښت يې ۱۵۳ ميليونه، ۲۶۱ زره او ۵۰۲ افغانيو په ارزښت دکډوالو وزارت او څلورو همکارو پلي کوونکو ادارو ترمنځ لاسليک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پرو ګرامونو مرستيال شېر علم امله وال د (CHA)، Union Aid،(WADAN) او (IAM)   موسسې مسؤلينو  سره دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

د دغه هوکړه ليک پر اساس به همکارې ادارې بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته د بشري مرستو دوېش، په ټولنه کې ددې کورنيو ادعام او د دوی د دوامداره معشيت په برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره همکاري کوي او او د فعاليتونو په اړه به کډوالو وزارت ته راپور ورکوي.

د وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو معين ټينګار وکړ چې همکارې ادارې بايد لاسرسي او خدمتونو وړاندې کولو کې له وزارت سره لازمه همکاري ولري او د هوکړه ليک له مخې به دکاري جريان څارنې لپاره زمينه برابره وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

بېرته خبرونه ته