قندهار کې لسګونو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
_________

DRC، UNHCR، DACAR   او SCI موسسې  لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۶ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ارغنداب، ژيړۍ او پنجوايي ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۱۴مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخواد، ۱۸ کيلو غوړي، ۲ کيلو بيسکويټ، ۲ کيلو مالګه، د ماشومانو لپاره ۳ کيلو دخوارځواکۍ مواد، ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې، يوه يوه خېمه، دپخلنځي وسايل،د کور وسايل، دماشومانو لباسونه، ګرځنده تشنابونه  او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.