د راستنېدونکو دبيایوځای کېدو او کارموندنې (RADA) پروژې درېیمه ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۲۳:۳۹
____________

دغه ناسته د کډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال وفي الله کاکړ، دکډوالۍ نړیوال سازمان ريیس استیورات سیمپسون ، داروپايي ټولنې د پراختيايي برخې رييس ، دروغتیا وزات مرستیال او د کرنې ،پوهنې وزارت اويو شمېر نورو ملي بنسټونو داستازو په شتون کې ترسره شوه.

دکډوالو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال په افغانستان کې دراستنېدو او بیایوځای کېدو په ستراتېژیک اهمیتټینکار وکړ ویي ویل:

ښه ده چې په دغه ناسته کې ملي او نړیوال بنسټونه دکډې پروژې دښه والي او لاسته راوړنو په هکله نظر لري.ښاغلي کاکړ دیو شمېر ستونز و دلازم حل په اړه وويل د لاهمغږۍ لپاره باید دحامد کرزي په نړیوال هواي ډګر کې د اروپا او ترکيې هېواد څخه راستنېدونکوته دغوره خدماتو دترسره کولو په موخه داړوند بنسټونوسره په ګډه یوه کړنلاره برابره شي ترڅو دهمغږیو دزیاتوالي په برخه کې برابري رامنځته شي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان (Iom) او د اروپايي ټولنې دپراختیايي برخې ريیس د افغانستان دولت سره دهمکاریو او د رادا پروژې دژمنې دعملي کېدو او دافغانستان دولت سره په لاهمغږټینګار وکړ.

د (RADA) پروژې درهبرۍ کمېټې ناسته هر کال دکډوالو اوراتنېدونکو چارو وزارت، دکډوالۍ نړیوال سازمان(iom) او اروپايي ټولنې په مشرۍ ترسره کېږي اوپه دې کې کې دراستنېدونکو دبيایوځای کېدو اود بېځایه شوو اوراستنېدونکو لپاره پراخیتایي مرستو اویوشمېر مهمو موضوغاتو په اړه خبرې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د ګډو برنامو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شول

د خدمتونو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه له اداره باز سازي دهات افغانستان، واسا موسسو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ د ۲۵ میلیونو ۴۵۹ زره ۸۱۲ افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو وزارت معین په کاري چاپېریال کې له حسد او کینې څخه پر لریوالي ټینګار وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري فضا کې له حسد او کینې پر لریوالي، همدردۍ او د همکارۍ روحیې پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
ښاغلي فاني د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او هاجر افغانستان موسسې او د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا او فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د همکارۍ دوه هوکړه. . .

بېرته خبرونه ته