پنجشېر کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
په افغانستان کې د ډنمارک دفتر له لورې د پنجشېر ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۵۵ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بدخشان، لغمان، نورستان، بغلان او بلخ ولايت څخه پنجشېر ولايت ته راکډه شوې وې د غوايي په ۶مه ۴۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۷۷۰۰ افغانۍ او ۱۵ کورنيو هرې کورنۍ ته د ۷۰۰۰ څخه تر ۱۶۰۰۰ افغانيو پورې نغدې ورکړل شوې.