خوست کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
______________
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې. يادې کورنۍ د شمالي او جنوبي وزيرستان دمتون، اسماعيل خېل، مندوزي او نادر شاه کوټ ولسواليوڅخه بېځايه شوې وې. وروسته له سروې هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۹ کيلو غوړي، ۱۷ کيلو دالنخود، دوه کيلو مالګه، د ماشومانو لپاره دوه کيلو کاکو او حامله او شيدو لرونکو ميندو لپاره ۸ کيلو د سوپر سريال اوړه د کډوالو رياست او ذکر شوې موسسې د استازو په شتون کې ووېشل شول.