سرپل کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې
د ډاکار او خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو امريت په همکارۍ ۵۲۶ بېځايه شوو کورنیوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د ذکه افغانيه، ذکه غوري او منګوتي سيموڅخه بېځايه شوې وې د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۳۷۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه۹ کيلو غوړي، ۱۲ کيلو دال، يوه کيلو مالګه، ۶۶ پاکټه د خوار ځواکۍ مواد، ۱۵ کيلو سوپر سريال اوړه او د ډاکار موسسې له لورې ۱۵۱ کورنيو هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، چې پکې ۱۸ قلمه مواد شامل و ووېشل شول.