فارياب کې دکنسر سيوم ناسته وشوه

anwari_morr
_________

د فارياب ولايت دکډوالو  او راستنېدونکو چارو رياست د وري په ۲۸مه د ځمکو دوېش کنسرسيوم ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې  د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو، دامنيتي ځواکونوشهيدانو او جوماتونو د علماوو ته د ځمکو د وېشلو څرنګوالي په اړه خبرې وشوې. ګډونوالو د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د ښارګوټي په اړه هم خبرې وکړې، چې اوس مهال پکې د ځمکې وېش د نا امنيو له امله بندشوی.