ننګرهار کې لسګونو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۷۸ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسواليوڅخه ددې ولايت امن سيموته راکډه شوې وې د وري په ۲۶مه هرې کورنۍ ته د يوې مياشتې لپاره خوراکي مواد ووېشل شول.