سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د کډوالۍ نړيوال سازمان له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۱۹ مه هرې کورنۍ سره په دوو کټګوريوکې چې په لومړۍ کټګورۍ کې ۷۲۰۰ افغانۍ او په دوهمه کټګورۍ کې ۲۲۴۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.