قندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه موسسو له لورې د قندهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۲بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د ارغستان ولسوالۍ څخه سپين بولدک ته بېځايه شوې وې د وري په ۱۰مه هرې کورنۍ ته د د DACAR موسسې له لورې يوه يوه روغتيايي کڅوړه، ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې يوه يوه خېمه، ۲ ترپالونه،يوه ګازډبه د پخلنځي سامان الات او د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود او دوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.