فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
___________

 

د ARAA موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۷۹ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۱۰مه هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې او د پخلنځي سامان الات د ولايتي شورا د رئيس، کډوالو رياست  او ذکر شوې موسسې د استازو په شتون کې ووېشل شول.