پکتيا کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP او IRC موسسې له لورې د پکتيا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۳۶۷ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۷مه ۲۷۸کورنيو هرې کورنۍ ته له سروې وروسته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۴ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، د ماشومانو لپاره د خوار ځواکۍ مواد او ۸۹ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوي دي.