فارياب کې له ۳۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۳۴۶ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د المار ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۴مه هرې کورنۍ ته د والي، د والي د مرستيال او کډوالو چارو رئيس په شتون کې يوه بوجۍ غنم، يوه بوجۍ دالنخود او درې قوطۍ غوړي وېشل شوي دي.