د کډوالو وزير؛ د بېځايه شوو د شته ستونزو لپاره هڅې کافي نه دي، بايد ډېر کار وشي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۸:۴۵
____________

په هرات کې بېځايه شوو ته د خدماتو وړاندې کولو د همغږۍ په ناسته کې د کډوالو چارو وزيروويل، د بېځايه شوو  د ستونزو د حل په برخه کې د ملي او نړيوالو بنسټونو هڅې کافي نه دي او په دې برخه کې ډېر کار ته اړتيا ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د لارښوونې پر بنسټ  د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ د همغږيو د تدقيق، د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش او د هرات ولايت د بېځايه شوو وګړيو د پوښښ په برخو کې په ګډ ډول د ولسي تړون په پروګرام کې يې لټه او هڅه کوي. د نننۍ ورځې ناسته هم په همدې موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي تر رياست لاندې په دغه وزارت کې جوړه شوه.

ښاغلي اخلاقي د برنامو اغيزمنتوب کې د موسسو همغږي مهمه وبلله ويې ويل: اړتيا ده چې زياته همغږي وشي ترڅو بېځايه شوو ته پر خپل وخت رسيدګي وشي. د هرات ولايت بېځايه شوي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او دغه موضوع بايد زموږ د ټولو لپاره په لومړيتوب کې وي.

هغه د بېځايه شوو د اوږدمهاله ستونزو د حل لپاره د ملاتړ او تثبيت د پلان په اړه هم معلومات ورکړل ويې ويل: داخلي بېځايه شوو ته لاسرسی د سيمه ييزو حل لارو ميکانيزمونو اصلي ډلو په ګډون په ملي او نړيوالو مشورو کې وړانديز شوی او موږ هيله لرو چې په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د مرستندويه همکارو اداروڅخه  چې په هرات ولايت کې فعاليت کوي وغوښتل چې د راتلونکي ناستې څخه دمخه چې يوه اونۍ وروسته به ترسره شي  د تېرو دووه کلونو راپور، د روان کال پلانونه او د هرات ولايت د بېځايه شوو وړانديزونه د کډوالو چارو وزارت سره شريک کړي.

په ورته وخت کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال چې د يو پلاوي په مشرۍ يې  هرات ولايت ته  د بېځايه شوو د وضعيت د څېړولو په موخه سفر کړی وويل:چې د اوسنيو ستونزو دحل لپاره بايد بېځايه شوو ته  ژر تر ژره کومکي کڅوړې ووېشل شي، خو د دايمي ستونزو دحل لپاره بايد کار وشي ترڅو بېځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي سيمو او ولايتونو ته ستنې  شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۲:۰
Background image

دپناه غوښتونکو مرستیال په انقره کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې رییس سره لیدنه وکړه

د افغانستان د دولت پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستیال وافي الله کاکړ په مشرۍ ترکیې ته د خپل سفر پرمهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له مشر. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د پناه غوښتونکو مرستيال په انقره کې د ترکيه د کورنيو چارو وزارت مرستيال سره دکډوالۍ په برخه کې د همکاريو د هوکړه ليک د لاسليک په اړه خبرې وکړې

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ په مشرۍ د غبرګولي په ‍۱۳مه د ترکيې د کورنيوچارو وزارت مرستيال اسماعيل چتکلي سره د افغان کډوالو د مديريت په اړه د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک په اړه له ترکي چارواکو سره د حکومت د خبرو اترو دوام

دکډوالواوراستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال وفي الله کاکړترکيې ته په خپل سفرکې دترکيې دلوړپوړوچارواکو سره ددواړوهېوادونوترمېنځ دهوکړه لیک دلاسلیک پر ضرورت په اړه دغبرګولي په. . .

بېرته خبرونه ته