هلمند کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره ستې شوي
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د هلمند ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۲۱۲ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۱۷مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۱۸ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، د ماشومانو لپاره دوه کيلو معذي مواد، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د پخلنځي سامان الات، درې کمپلې، دوه ترپاله، يوه ګازډبه، يو سطل او د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه وېشل شوې ده.