قندهار کې ۲۰۱ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د قندهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۱بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۱۷مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، د ماشومانو لپاره درې کيلو معذي مواد، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د پخلنځي سامان الات،يوه کمپلې، دوه ترپاله او د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه وېشل شوې ده.