غورکې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr

 

د ACTED موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۰۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د تولک، شهرک او ساغر ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۱۳مه هرې کورنۍ ته ۴۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.