په ۱۸ د دسمبر د کډوالۍ نړيوالې ورځ د کډوالو وزيرنور الرحمن اخلاقي پېغام

sadam_morr
جمعه ۱۳۹۹/۹/۲۸ - ۱۱:۵۹
____________

له شپږ ميليونو څخه زياتو افغان کډوالو ته چې له هېواده بهر ژوند کوي، د افغانستان حکومت له ادرسه  له زړه نه درناوی کوم او يادونه يې کوم چې افغاني ټولنه د دوی له شتون پرته نيمګړې ده.

زموږ هېواد د شمېرله پلوه په نړۍ کې دوهم ځای لري، په دې معنا چې زموږ د هېوادوالو د پام وړ شمېر وګړي چې د جګړو او نا امنيو له امله د نړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې خواره شوي دي موږ بايد دا ستر مسؤليت سم، اغېزمن او ګټور مديريت سره ادا کړو.

زه منم، چې زموږ دوامداره هڅه دکډوالۍ مسلې اداره کول او په بهر کې دمېشتو هېوادوالو وضعيت په سمه توګه پېژندلو او وېشلو سره، مږ بايد خپل خدمت په نورو هېوادونوکې د دوی شتون قانوني وضعيت سره سم تنظيم کړو او په دې برخه کې زموږ هڅې د کډوالو وزارت کې روانې دي.

 

زموږ په هېواد کې د کډوالۍ اړوند اصلي ټکی دادی چې جګړه ځپلې ډله، د معاصر انساني ژوند سره مطابقت نلري او د خلکو بشري حقونو اومدني حقونو ته پام نه کوي، د هېواد  ميليونونه اتباع د اوږ مهاله کډوالۍ لامل شوی، او دا بايد زموږ دخلکو انساني ټولنې په ذهنونو کې ژوندی وي او دا مسله بايد د يوې شېبې لپاره هم بدنامه نه شي او د ستونزو او مشکلاتو تکرار به مرتکب او ګنهګار هېر کړي. په يقين  سره افغانسان به دا ستونزه له مينځه يوسي او بريا او سوکالي به د ملت په نوم ترلاسه شي.

موږ په سوداګريزو او يوشمېر کوربه هېوادونوکې د افغان کډوالو په ناوړه حالت پوهېږو او دا وضعيت موږ ته هېڅکله د منلو وړ نه دی او د دې وضعيت ښه کولو لپاره زموږ هڅې تلپاتې دي.

زه د کوربه هېوادونو په ځانګړي توګه د ګاونډيو هېوادونو څخه چې زموږ د کډوالو په اړه يې خدمتونه ترسره کړي دي  د دوی د هڅو له امله مننه کوم.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته