د پناه غوښتونکو مرستيال په يونان کې دافغانستان له سفير سره د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې وکړې

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۲۹
____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د ليندۍ په ۵ مه د يو ويډيوي کنفرانس له لارې  په يونان کې د افغانستان له سفير  ميرويس صمدي سره د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړ په دغو خبرو کې په يونان کې دافغانستان سفارت او د کډوالو چارو وزارت له استازو څخه وغوښتل چې د کډوالو په ځانګړي توګه په کمپونوکې مېشتو کډوالو وضعيت د حل لپاره ډېر ې هڅې  وکړي.

په يونان کې د افغانستان سفير د يونان دکډوالو له ادارې او افغان کډوالو سره د ښو اړيکو د رامنځ ته کېدو خبره وکړه او ويې ويل: چې د افغانستان سفارت د مکررو غوښتونو په پايله کې د يونان چارواکو ژمنه وکړه  چې په نوو کمپونوکې به دپوليسو شمېر زيات کړي اوکورنۍ او ښځې به دمجردو نارينوڅخه جلا کړي.

دهغه په خبره په يونان کې به ۵ نور کمپونه جوړ شي، چې د کډوالو ستونزې به راکمې کړي. اوس مهال په يونان کې  دتېرو وختونو په پرتله ستونزې راکمې شوي  او د ۴ زره ماشومانو څخه چې نيمايي يې افغانان دي ۱۶۰۰ تنه په المان او انګلستان کې منل شوي اوتمه کېږي چې ۱۶۰۰ نور هم ومنل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې دکډوالو وزارت دپناه غوښتونکو مرستيال د اروپايي ټولنې سره دکډوالو د مديريت په اړه د افغانستان او اروپايي ټولنې د ګډې اعلاميې د تعديل او غزولو په اړه خبرې وکړې او دغه سند به د نوي کال له پيل څخه پلی شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته