کندهارې کې ۲۰۰۰ بېځايه شوو کورنيو ته دنغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو اداې UNHCR له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۰۰ بېځايه شوو کورنیوته د نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ، چې دجګړو له امله څه موده وړاندې د يوشېر ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۱۲مه ورته د نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه.
د ويلو ده چې يادو کورنيو ته به هره وځ ۱۵۵۰۰ افغانۍ د کرونا ويرس دمخنيو په موخه وېشل کيږي ترڅو هغه ټولو کورنيو ته چې سروې او په نښه شوي دي مرستې ترلاسه کړي.