کندز کې له ۷زرو زياتې نوې بېځايه شوې کورنۍ په نښه شوې
د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست د زمري د ۲۶ مې نېټې څخه د وږي تر ۳ مې نېټې پورې ۷۴۴۴ نوې بېځايه شوې کورنۍ په نښه شوي چې په وروستيوکې دجګړو له امله دې ولايت ته رابېځايه شوې وې.
دغه کورنۍ د جګړو او نا امنيو له امله د خان اباد، حضرت امام صاحب، اقتاش او مرکز ته رابېځايه شوې وې، دوی ته د لاس رسي لپاره موضوع موسسو سره د همغږي کولو په ناستې وشوې او په ولايتي بېړنۍ ناسته کې پرې خبرې وشوې، چې ددوی د پېژندلو لپاره د سروې ۱۷ تيمونه بېلابېلو سيموته ولېږل شول،چې اوسمهال عملاً سروې کوي او ددغو بېځايه شوو شمېر له يوې ورځې نه بلې ته ډېريږي.
د ويلوده، چې ددغو کورنيو د پېژندلو وروسته د يوشمېر مرستندويه اداروسره په ګډه همغږۍ به ديادو کورنيو سره بشري مرستې ترسره شي.
#میهن_من_عزت_من
#زما_هیواد_زما_ویاړ