غور کې ۷۷بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

anwari_morr

د ACTED موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۷ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د چهارسدې،تولک، دولت يار او د بادغيس ولايت دجوند ولسوالۍ، د هرات ولايت د شين ډنډ ولسوالۍ او يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکزته  رابېځايه شوې وې دوږي په ۳مه هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ