فارياب کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۰۵ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې دچنګاښ په ۳۱مه هرې کورنۍ ته څلور بوجۍ اوړه، څلور قطۍ غوړي، دوه کيلو مالګه، يوېشت بيسکويټ،پنځلس کيلو غني شوي اوړه او پنځه وېشت کيلو دالنخود مرسته ووېشل شوه