بلخ کې لسګونه کورنيو سره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۴۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، روغتيايي او کاري وسايلو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۲۴مه د ماشوم ساتنې دفتر(OFDA) له لورې هرې کورنۍ ته د ام پيسې له لارې ۲۰۷۹۰ افغانۍ نغدې، د ORD موسسې له لورې روغتيايي کڅوړې او WAW دفتر له لورې ښځو ته د ګلدوزۍ کاري وسايل ووېشل شول.