د میدان وردګو ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه مرکز میدانښار ته را کډه شویو ۹۴ کورنیو سره د کډوالو چارو آمریت په همغږۍ د ډاکار مؤسسې له لوري د روغتیایي کېټونو مرسته وکړه.

anwari_morr

په دغه کېټونو کې ۱۶ قلمه روغتیایي توکي شامل و او دا مرستې په دې موخه ورکول شو، ترڅو کډوال د خپل ځان او کورنۍ حفظ الصحې ته پام وکړي اود بېلابېلو ناروغیو څخه په امن کې پاتې شي. ددغه مرستو په وېش کې د کډوالو چارو امر، دولایت مقام سکتوري چارو کارپوه او ډاکار مؤسسې استازي برخه اخیستې وه. د یادونې وړ ده، چې اونۍ وړاندې هم د کډوالو چارو امریت په همغږۍ د DRC مؤسسې لخوا د ۸۳ بېځایه شویو کورنیو سره نقدي مرسته شوی و.