کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې کېږي

anwari_morr

ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ په دغه ولايت کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې کېږي.

يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د څوکۍ ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۱۰ دمرستندويه ادارو له لورې سروې او په نښه شوې،چې په نږدې راتلونکې کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي.