سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د ACTED ، DACAR او ماشوم ساتنې نړيوالو موسسې له لوې د سرپل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ۴۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۸مه د ACTED موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدې، د دماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ښځينه پټوان، يوه ګازډبه، دماشومانو کمپلې، دپخلنځي مکمل سامان الات او د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.
د ويلو ده، چې يادو کورنيوسره مخکې هم دخوراکي موادو مرستې شوي دي.