فارياب کې ۵۰۰ کورنيوسره نغدي مرسته شوې
د ACTED موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته شوې.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲۲مه هرې کورنۍ ته ۱۵۴۴۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
د ويلو ده،چې څه موده وړاندې دغو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موداو مرسته هم شوې وه.