بلخ کې ۲۰ تنه له حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

sadam_morr

BMSO  موسسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰ تنه نارينه او ښځينه بېځايه شوي دکوچينوسوداګريو د حرفوي زده کړو له مرکز څخه د سلواغې په ۱۷مه ديو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او سندونه ورکړل شو.

د برنامې مسؤلينو ۱۲ طرح د سوداګرۍ په برخه کې ګډونوالوته وړاندې کړې چې د ژوري پلاوي له لورې درې طرحې ومنل شوې،چې ګټونکوته جايزې هم ورکړل شوې. لومړي مقام ته ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ ،دوهم مقام ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ او دريم مقام ته ۸۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.