جوزجان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د WFP او DACAR موسسې له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي مواد مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۷مه هرې کورنۍ ته ۲ بوجې اوړه، دوه بوشکې غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود،يوه کيلو مالګه، روغتيايی کڅوړې او د پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.
د دويلو ده چې يادې کورنۍ څه موده وړاندې هم د نغدي مرستو څخه برخمنې شوې وې.