کندهارکې اړمنو داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيوته د ( سرپناه دانځور) تر سرليک ورکشاپ له لارې معلومات وړاندې شو

sadam_morr
کارگاه آموزشی برای بیجاشده گان وعودت کننده گان در قندهار دایر گردید

ياد ورکشاپ د NRC موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی  و،چې د کندهار ولايت دکډوالوچارو رئيس دوست محمد ناياب او د NRC دولايتي مسؤلينو له خوا اړمنو، راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کورنيوته د سرپناه( شلټر) جوړېدوپه هکله معلومات وړاندې شو.

دکندهار ولايت دکډوالو چارو رياست مستحقو او په شرايطو برابرو راستنېدونکو  او داخلي بېځايه شوو کورنيوته د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ۱۹ دوه اطاقه او ۷۷ يو اطاقه سرپناوې رغولي،چې دهرې سرپناه سره يوه دهليز او يو تشناب هم رغول شوی.

ددې سربېره د ۳۶۰ راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کورنيولپاره ،چې خپل کورونه يې درلودل؛ خو کورونه يې ترميم ته اړتيا لرله د NRCادارې په مالي لګښت او د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ورته کورونه ترميم شوي.

په دغه ورکشاپ کې د ۲۰۲۰ کال د شلټر د برنامې د ښه تطبيق له پاره د بېرته راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کورنيو دحاضرو استازو نظريات واخيستل شو او د ګروپي کار په ترڅ کې د شلټر اړوند چارو د ښه والي او کيفيت له پاره مطرح شوې پوښتنې ځواب شوې، ترڅو د ۲۰۲۰ کال د شلټر برنامې په عملي کول کې ورته پاملرنه وشي.

د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په پلان کې لري،چې په ۲۰۲۰ کال کې ۹۲۲ اړمنو، راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کورنيوته،چې د کندهار ښار اړوند او نږدې ولسواليوکې شخصي ملکيتونه لري، د NRC په همکارۍ او مالي لګښت د سرپناه خدمتونه برابرکړي.