لغمان کې ۱۳۲بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د NCRO موسسې له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۲بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۵مه هرې کورنۍ ته د لغمان ولايت دوالي د مرستيال په شتون کې ۲۰۰ امريکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.