لوګر کې يو روغتيايي مرکز پرانيستل شو

sadam_morr
یک باب کلینیک صحی در لوگرافتتاح شد


د لوګر ولايت دکډوالو چارو رياست د سلواغې په ۱۴مه يو روغتيايي مرکز د والي،ولايتي شورا رئيس، امنيه قومندان، ملي امنيت رئيس،دلوا قومندان، ولايتي شورا منشي او دسيمې د مشرانو په شتون کې پرانيستل.

دغه روغتيايي مرکز دملګورملتونو دکډوالو ادارې  UNHCRله لورې د ۷ او اتيازره افغانيو په ارزښت د ابرار موسسې پواسطه جوړ شوی.

دغه روغتيايی مرکز د سرې مياشتې لپاره جوړ شو،چې مخکې دغه رياست خپل روغتيايي مرکز په ښارکې په کرايي نيولی،مګر د راستنېدونکو په غوښتنه او دکډوالو چارو وزارت په همکارۍ د ښارجوړونې وزارت، ښاروالۍ، سرې مياشتې  او کډوالو چارو آمريت ددغه روغتيايی مرکز نقشه ترتيب کړه،  چې ابرار موسسې يې کارونه پيل کړي و.

د رغولو وروسته د اقتصاد رياست، ښارجوړونې، سرې مياشتې او کډوالو چارو آمريت د استازو د څارنې وروسته سرې مياشتې ته سپارل شوی.

د ويلو ده، چې د کډوالو چارو آمريت په يو کال کې د کډوالو په ښارګوټي کې دوه روغتيايي مرکزونه د لورګر ولايت عامې روغتيا رياست او ملګور ملتونو دکډوالو ادارې په همکارۍ ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.