کندز کې بېځايه شوو کورنيوسره دروغتيايي کڅوړ مرسته وشوه
د DACAR موسسې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۶۱ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړ مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله خان آباد او علي آباد ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دسلواغې په ۱۴مه هرې کورنۍ ته يو ه يوه روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.