بادغيس کې ۱۳۳۴ بېځايه شوو کورنيوسره د ژمنيو مرستو لړۍ پيل شوه
د NRC موسسې له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۳۴ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادومرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۲۸مه هرې کورنۍ ته د والي او ولايتي شورا رئيس په شتون کې ۶۸۰ کيلو دسوخت لرګي،درې مايع، يومنقل او دسوخت مايع مرسته ووېشل شوه.