کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د DRC DACAR,UNICEF موسسو له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۴۹بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۲۴مه د DRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدې، د UNICEF له لورې يوه کڅوړه لوجستکي مواد اود DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ژمني لباسونه ووېشل شو.