کاپيساکې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د کاپيساولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۰۸ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍچې د جګړو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۲۴مه هرې کورنۍ ته ۱۵۶۱۶ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.