بلخ کې د ۳۸ بلچکونو د رغولو کار پيل شو

sadam_morr
کار ساخت 38 پلچک در بلخ آغاز شد

د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې د مرغومي په ۱۵مه دمزار شريف د ۷مې ناحې اړوند د انصاري په سيمه کې د ۳۸ پلچکونو د رغولو کار په مزار شريف کې مېشت د کډوالۍ نړيوال سازمان دفتر رئيس او سيمې داوسېدونکو په شتون کې د يو لړمراسمو په ترسره کولو سره پيل  شو.

ددغه سيمې د پلچکونو کار په افغانستان کې د بيا يوځای کېدو او پراختيا برنامې له لارې د اروپايي ټولنې له لورې  تمويل او دکډوالۍ نړيوال سازمان IOM او دکډوالو چارو وزارت په همکارۍ پلي کېږي.

د کډوالو چارو رئيس وويل، چې د عامه ګټو د  برنامو رامنځ ته کول،  اسانتياوې، کاري زمنې برابرول، دندو پيداکول، د عايداتو لوړول او د مخابراتو چمتوکول، دانصاري سيمې اوسېدونکو د اقتصادي او پراختيايي برنامو پلي کول يو خيره امر دی او ځايي خلک اړ دي چې د ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.