فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP موسسې له لورې د فارياب ولايت کډوالوچارو رياست په همکارۍ ۸۷ بېځايه شوو کورنيوسره  خوراکي توکومرسته وشوه .

يادې کورنۍ ، چې  دجګړو له امله د يوشميرسيمو څخه دغه لاويت مرکز ته راکډه شوې ، د فارياب ولايت د سرپرست مرستيال په شتون کې  د مرغومې ۹مه هرکورنۍ ته ، ۱۰۰کيلو اوړه ، ۷کيلو غوړي ، ۷ کيلو دالنخود ، ۲۱ پاکټه بيسکيټ ، نيمه کيلومالګه ، مرسته ورکړل شوه .