کابل کې راستنېدونکو او بېځايه شوو سره غيرخوراکي توکو مرسته شوه
د west اوUNHCR موسسو له لورې د کابل ولايت د کډوالوچارو رياست په همکارۍ د ۵۶ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره چې د خېمولاندې يې زنده ګې کوله غيرخوراکي توکو مرسته وشوه .
يادې کورنۍ ،د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه د غه ولايت مرکزته راکډه شوي د مرغومي ۱۰ مه هرې کورنۍ ته ، يوه خېمه ، دري کمپلې ، يوه د ګازو دبه ، پخلنځي ټول سامان آلات ، دوه وينځلو پلاستيکي کاسې ، دوه پلاستيکي بوشکې ، يوه د ابو سطل ، يوه يوه روغتيايي کڅوړه ، دري کارتنه صابون ، ورکړل شول .