فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr

د فراه ولايت د کډوالو چارو آمريت  له لورې  د مرغومي ۸ مه ۲۴۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه .

يادې کورنۍ، چې د اناردرې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې هرې کورنۍ ته د کډوالو چارو وزارت له لورې د وزارت د پلاوي،ولايت مقام، مستوفيت،علماو شورا او ولايتي شورا استازو په شتون کې  د ۱۲۰۰۰ افغانيو بانکي اويزونه ورکړل شو.