کابل بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرنغدي مرسته وشوه
د داکار، ماشوم ساتنې نړيوالې اداري له لورې د کابل ولايت د کډوالوچارو رياست په همکارۍ ۵۷کورنيوسره نغدي او غيرنغدي مرسته وشوه .
يادې کورنۍ ، چې ناامنيوله امله د بېلابېلو ولايتونو څخه دغه ولايت مرکزته راکډه شوي د مرغومې ۹مه هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ ، کمپلې ، پخلنځي سامان آلات ، روغتيايي کڅوړو ، مرسته وشوه .