زابل کې بېځايه شووکورنيوسره نغدي او خوراکې موادو مرسته وشوه
د DRC او خوراک نړيوال سازمان WFP موسسو له لوري د زابل ولايت کډوالوچارورياست په همکارۍ ۱۶۴ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه .
يادې کورنۍ ، چې د جګړو له امله يوشمير سيموڅخه د غه ولايت مرکزته راکډه شوي د مرغومې ۹ مه هرې کورنۍ ته DRC ۲۱ زره ۵۰۰افغانۍ ، UNICEF يوه يوه روغتيايي کڅوړه ، خوراک نړيوال سازمان WFP ، څلور بوجۍ اوړه ، دری قوطۍ غوړي ، يوکيلومالګه ، ۶۰ پاکټه ماشومانو خوراکي مواد ، ۱۴کيلودالنخود ، ۴۲ قوطۍ بيسکيټ ، هرې کورنۍ ته ورکړل شول .