فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د فراه ولايت دکډوالو چارو آمريت له لورې د مرغومي په ۷مه ۲۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د اناردرې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې هرې کورنۍ ته د کډوالو چارو وزارت له لورې د وزارت د پلاوي،ولايت مقام، مستوفيت،علماو شورا او ولايتي شورا استازو په شتون کې د ۱۲۰۰۰ افغانيو بانکي اويزونه ورکړل شو.