کډوالو چارو وزارت کې بېځايه شوو ته دنغدي مرستودوېش په موخه دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک شو
دغه هوکړه ليک دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ميرمنيو دهمغږۍ او پراختيا (AWCPO) موسسې ترمنځ لاسليک شو،چې پربنسټ به يې له درې زرو څخه زياتو راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو سره نغدي مرستې ترسره شي.
ياد هوکړه ليک د مرغومي په ۵ مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهرخدا صبار او د ذکر شوې موسسې د مسئول ترمنځ په کډوالو چارو وزارت کې لاسليک شو.
په هوکړه ليک کې د ذکر شوې پروژې مالي لګښت يوميليونو۹۹۲ زره او ۱۹۰ افغانۍ دی؛ دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې ورکول کېږي، چې په کابل کې به ترې ۵۶۱ راستنېدونکي او بېځايه شوي برخمن شي.
د لاسليک شوي هوکړه ليک پر اساس به ياده موسسه د سروې دوام او دمستحقو کورنيو پېژندنه کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره کوي، کډوالو چارو زارت ته به د څارنۍ زمينه برابره وي او د پروژې د بشپړولو وروسته به کډوالو چارو وزارت ته راپور ورکوي.