ننګرهار کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه sadam_morr https://tinyurl.com/2degmjzg د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د ننګرهارولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۶۹ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه. يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۳مه هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه، ۲ قوطۍ غوړي، ۷ کيلودالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.