ننګرهار کې تر زرو زیاتو کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه هوکړهلیک لاسلیک شو
نن په وزارت کې د افغان مېرمنو ټولنیز خوندیتوب موسسې سره د ۲۴ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې یو زر او ۱۸۰ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د روغتیایي کڅوړو وېش په برخه کې مصرف شي.
د دغې همکارۍ موخه د مستحقو کورنیو اړتیاوو ته رسېدنه، د هغوی د روغتیا ساتنې وضعیت ښهوالی او د ټولنې زیانمن شوي پوړ ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي.
وزارت هڅې کوي، چې له همکارو موسسو سره د همکارۍ له لارې د راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې او خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
